فاریاب کې طالبان خلکو ته: نظامي یونیفورم مۀ اغوندئ، د موټرو ښيښې مو سپینې کړئ

فاریاب کې طالبان خلکو ته: نظامي یونیفورم مۀ اغوندئ، د موټرو ښيښې مو سپینې کړئ
په دغه حکم کې چې د قوس د مياشتې په ٢١مه نېټه صادر شوى، راغلي چې د هېوادوالو د ژوند د خونديتوب او د تامين په موخه له ملکي وګړو څخه غوښتل شوي چې د پوځي يونيفورم له اغوستلو او د پخوا په څېر د تورو شيشه لرونکو موټرو له ګرځولو څخه ډډه وکړي.
(2021 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په فاریاب ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو خلکو ته لارښوونه کړې چې د پوځي یونیفورم له اغوستلو ډډه وکړي.
په دغه حکم کې چې د قوس د مياشتې په ٢١مه نېټه صادر شوى، راغلي چې د هېوادوالو د ژوند د خونديتوب او د تامين په موخه له ملکي وګړو څخه غوښتل شوي چې د پوځي يونيفورم له اغوستلو او د پخوا په څېر د تورو شيشه لرونکو موټرو له ګرځولو څخه ډډه وکړي.
په فاریاب کې د طالبانو سیمه ییز حکومت ټینګار کړی چې له سرتېرو پرته بل څوک دغه توکي نشي کارولی.
دوی خبرداری ورکړی چې سرغړونکي سره به قانوني چلند وشي.
په دې ورستیو کې داسې ادعاوې شوي چې یو شمیر کسان د طالبانو له نوم او لوګو څخه په ناوړه استفادې سره غلا کوي چې طالبانو هم تایید کړې او ویلي یې دي چې د دا ډول کړنو مخه به ونیسي.






