پکتیا کې د نجونو او هلکانو پۀ شمول ۱۰۵۲ تنه زده کوونکي د یو لړ ګډو مراسمو په ترڅ کې لۀ دولسم ټولګي څخه فارغ شول
پکتیا کې د نجونو او هلکانو پۀ شمول ۱۰۵۲ تنه زده کوونکي د یو لړ ګډو مراسمو په ترڅ کې لۀ دولسم ټولګي څخه فارغ شول
ډیری زده کوونکي د زده کړو لۀ ځنډ ناخوښ دي او وايي چې د دوی پۀ زده کړو کې ځنډ د دوی پۀ ذهنونو بدې اغېزې لرلی شي او څه چې باید په وخت یې ترسره کړی نشي یې ترسره کولی.
(2021 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پکتیکا د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا، شاوخوا ۱۰۵۲ تنه زده کوونکي د یو لړ ګډو مراسمو په ترڅ کې د مرکزي دولتي ښوونځیو څخه فارغ شول.
په دغو فارغانو کې ۳۵۴ یې نجونې او پاتې یې نارینه زده کوونکي وو.
د پکتيا د پوهنې رييس عبدالحکيم منيب وايي، پلان لرو چې د ښځينه زده کوونکو لپاره خوندي ښوونيز پروګرامونه برابر کړو.
د پکتيا د پوهنې رييس له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.
دا پۀ داسې حال کې ده چې نیږدې پۀ ټولو ولایتونو کې د طالبانو تر راتګ وروسته د نجونو ښوونځي تړل شوي، د هلکانو زده کړو کې ځنډ راغلی او درسي بهیر یې ګډوډ شوی.
ډیری زده کوونکي د زده کړو لۀ ځنډ ناخوښ دي او وايي چې د دوی پۀ زده کړو کې ځنډ د دوی پۀ ذهنونو بدې اغېزې لرلی شي او څه چې باید په وخت یې ترسره کړی نشي یې ترسره کولی.
اړوند موضوعات:
ملګري ملتونه: افغانستان کې د نجونو زده کړې دې د طالبانو په رسمیت پېژندنې اساسي شرط کېښودل شي
د کابل پۀ ګډون په نورو ولایتونو کې بیا د نجونو ښوونځي تړل شوي، او نجونې نشي کولی ښوونځیو ته لاړې شي، دغې چارې پۀ کور دننه او بهررپراخ غبرګونونه راپارولي دي او نړۍوالو د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره یو شرط هم د ښځو د زده کړو تو حقوقو ورکول یاد کړي دي.
د یادونې ده چې طالبان بیا وايي چې دوی په یوې تګلارې کار کوي تر څو وکړلی شي ښځې په ښه ډول بیرته خپلو ښوونځیو ته راوګرځي.