خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامېدو پړه د دواړو لوریو پۀ غاړه ده 

0
193

خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامېدو پړه د دواړو لوریو پۀ غاړه ده 

د نوموړي پۀ وینا اشرف غني له لومړي سره د مذاکراتو ننګه نه کوله، د ټولشموله پلاوي په جوړولو کې یې میاشتې ځنډ راووست، د بندیانو په خوشي کولو کې یې میاشتې میاشتې ځنډ راووست په هر څه کې یې خنډونه جوړول او له وضعیت یې ناسمه محاسبه لرله.

 

(2021 / 12 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بین الافغاني مذاکراتو په ناکامېدو کې جمهوریت او امارت دواړه پړه دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هڅې کولې، خو دغه مذاکرات ناکام شول او په ناکامېدو کې یې جمهوریت او امارت دواړه پړه دي.

د نوموړي پۀ وینا اشرف غني له لومړي سره د مذاکراتو ننګه نه کوله، د ټولشموله پلاوي په جوړولو کې یې میاشتې ځنډ راووست، د بندیانو په خوشي کولو کې یې میاشتې میاشتې ځنډ راووست په هر څه کې یې خنډونه جوړول او له وضعیت یې ناسمه محاسبه لرله.

خلیلزاد همدا راز وایي هېچا د پخواني حکومت د سقوط غوښتنه نه کوله، خو د اشرف غني تګ هر څه ګډوډ کړل.

نوموړي پر افغان پوځ هم نیوکه کړې، چې له دومره قربانیو سره سره یې، پر خپل هدف باور نه درلود او یوازې د امریکا تر حضور پورې یې جګړه وکړه او تر هغه وروسته یې هر څه پرېښودل.

اړوند موضوعات: 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې موږ نغوښتل امریکا دومره پۀ بېړه لۀ افغانستان څخه ووځي

خلیلزاد ټينګار کوي چې امریکا په افغانستان کې د خبرو له لارې د یوه همه شموله حکومت غوښتنه کوله، خو د افغان حکومت او طالبانو ناغېړیو دا هر څه ګډوډ کړل.

Leave a reply