د عیسایی اقلیت سره تعلق لرونکې عظمی عنایت په بلدیاتي ټاکنو کې برخه اخلی
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره کمپاین په ډیر جوش سره روان دي، په دې تحصیل کې د قبایلي سیمو په تاریخ کې اول ځل ښځینه امیدوارانې هم په دې ټاکنو کې برخه اخلي.
د لنډیکوتل عیسایی اقلیت سره تعلق لرونکې عظمی عنایت هم د اقلیتي امیدوارانو لپاره د لنډیکوتل نیبرهوډ کونسل ۵ کې د اقلیتي ښځو څوکۍ لپاره په میدان کې ده ، هغه کور په کور ګرځی او د عیسایی اقلیتي ښځینه ووټرانو نه د رای اچولو غوښتنه کوي چې کامیاب ی کړي.
ځایی خبریالانو سره په خبرو اترو کې عظمی عنایت اوویل چې دلته د اقلیت سره تعلق لرونکو وګړو ته ډیرې ستونزې مخې ته دي، هغې اوویل چې ددوی خپله زمکه نشته دې او په دولتي زمکو کې ژوند کوي، هغې اوویل چې په ټاکنو کې وټاکل شوي نو د اقلیتي وګړو لپاره به د دولت څخه غوښتنه وکړي او عملي هڅې به وکړي چې په لنډیکوتل کې اقلیتي خلقو لپاره زمکه ورکړې شي چې په دې زمکه عیسایی اقلیتي خلق خپل کورونو جوړ کړي او یو خوشحال ژوند تیر کړي.
هغې اوویل چې په ضلع خیبر کې د عیسایی اقلیت وګړي د خپل ژوند تیریدو لپاره د کور او چې بیا مړه شي نو ددوی مړي ښخولو لپاره د زمکې د نشتوالي له وجهې د سختو ستونزو سره مخ شي، هغې زیاته کړه چې په څوکۍ چې وټاکل شي نو د عیسایی اقلیت لپاره به د زمکې حاصلولو لپاره شپه او ورځ هڅې وکړم ترڅو د اقلیتونو لپاره زمکه حاصله کړم .
هغې اوویل چې په بلدیاتي ټاکنو کې ځکه برخه اخلم چې د ښځو نمایندګي وکړم او ددې سیمې د ښځو لپاره آواز اوچت کړم او ددې سیې د ښځو د ستونزو هوارولو لپاره کار وکړم.
عظمی عنایت دا ژمنه هم وکړه چې د بې وسه او غریبه عیسایی اقلیتی وګړو او زده کوونکو لپاره به آواز اوچت کړي چې دوی سره مالي مرستې وشی او دوی هم لکه د نور پاکستاني وګړو خوشحال ژوند تیرکړي.