ضلع خیبر د لوبو په میله کې اول پوزیشن ترلاسه کړو

باغي ټي وي رپورټ
د دسمبر اوومې نیټې نه پیل شوي د ضم قبایلي ضلعو د لوبو په فیسټیول کې د ضلع خیبر لوبغاړو اول پوزیشن ترلاسه کړې دې، د یادونې ده چې دا لوبې په ۵ پینځم ځل په پیښور او نور قبایلي سیمو کې ترسره شوي.
د قبایلي ضلعو د سپورټس ادارې یو ذمه وار او د ضلع خیبر سپورټس منیجر راهد ګل ملاګوري اوویل چې د ضلع خیبر لوبغاړو دې میلې په ۱۷ اوولس لوبو کې په نهو ۹ لوبو کې ی لومړۍ مقام ترلاسه کړې دې.
د ضلع خیبر انتظامي مشرانو او د ضلع خیبر سپورټس سره تعلق لرونکو مشرانو او نور ځوانانو د ضلع خیبر لوبغاړو او ځوانانو ستاینه کړي او دوی له ی مبارکي ورکړې چې په ټولو قبایلی سیمو د لوبو په دې فیسټیول کې ی اول پوزیشن ګټلې دې.






