د هند فوځ له لوري قبضه شوي کشمیر کې د هند فوځونو ظلمونه دوام لري

0
81

باغي ټي وي رپورټ
د هندي فوځ او حکومت له اړخه په ناقانونه او په زور ظلم قبضه شوي کشمیر کې د هندي فوځ ظلمونه دوام لری، نن په مقبوضه کشمیر کې د کرفیو ۸۶۲ ورځ ده چې هندي فوځ د ۱۲ ملیونه څخه زیات کشمیري مسلمانان په خپلو کورونو کې بندیان کړي دي.

په رسنیو کې د چاپ رپورټ مطابق هندي فوځ په پلوامه کې یو بل کشمیرۍ ځوان شهید کړې دې، په رسنیو کې د چاپ یو رپورټ مطابق په مقبوضه کشمیر کې هند حکومت او فوځ انټرنیټ بند کړې دې او د نورو زیاتو سیمو محاصره او قبضه ی هم زیاته کړې ده.
د یادونې ده چې هند په کال ۲۰۱۹ کې د کشمیر خپل ځانګړۍ او خپلواک حیثیت د صدارتي آرډیننس په ذریعه ختم کړو او د کشمیري مسلمانانو د ډار له وجهې چې دوی به د کورونو نه را اووځي او په احتجاج به لاس پورې کړي، په ټول مقبوضه کشمیر کې کرفیو اعلان کړي ده او نن هم په ټوله مقبوضه وادي کې ۱۲ ملیونه نه زیات کشمیري مسلمانان په کورونو کې بند دي او د هند فوځ له اړخه ترنن پورې کشمیري مسلمانان شهیدان کیږي او دوی ته د آزادۍ او خپلواکي حق نه روکول کیږي.

Leave a reply