امریکا کې د کرونا اوبا لۀ امله د مړو شمېر اته لکه ته ورسېدۀ 

0
146

امریکا کې د کرونا اوبا لۀ امله د مړو شمېر اته لکه ته ورسېدۀ 

د راپور له مخې، په امریکا کې د یکشنبې په ورځ له کرونا ویروس څخه د مړینې شمېر له ۸۰۰۰۰۰ ډېر شوی او د سړې هوا له څپې سره د کرونا ویروس اومیکرون بڼه هم د خپرېدو په درشل کې ده.

 

(2021 / 12 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې په متحده ایالاتو کې د کرونا وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۸۰۰ زرو ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، په امریکا کې د یکشنبې په ورځ له کرونا ویروس څخه د مړینې شمېر له ۸۰۰۰۰۰ ډېر شوی او د سړې هوا له څپې سره د کرونا ویروس اومیکرون بڼه هم د خپرېدو په درشل کې ده.

اړوند موضوعات: 

امریکا کې د کرونا نوې بڼه پۀ چټکۍ سره د پراختیا پۀ حال کې ده 

د امریکا روغتیایي چارواکو ویلي چې که چېرته د دغه ویروس د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ونه شي نو ممکن دغه هېواد له یو بېسارې بحران سره لاس او ګریوان شي.

دوی وایي چې د اومیکرون په نامه د کرونا ویروس نوې بڼه امریکا ته رسېدلې ده او تر اوسه پورې په دغه ویروس لسګونه کسان اخته شوي هم دي.

Leave a reply