د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر: امریکا د افغانستان پۀ وړاندې خپله تګلاره نرمه کړې

هغه یو ځل بیا پر ط.ا.لبانو د امریکا بندیزونه “بې اغیزې” وبلل او پر امریکا یې غږ وکړ چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ دې آزادې کړي او هیله یې څرګنده کړه چې امریکا به د وخت په تېرېدو د افغانستان په اړه خپله تګلاره پۀ بشپړ ډول بدله کړي.
(2021 / 12 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ط.البان: د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي په تدریجي ډول بدلیږي دا.ا.ا د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې ط.ا.لبان د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له امریکا سره د ښو اړیکو په لټه کې دي او امریکا یې په اړه ارامه ده.
تمه ده چې امریکا د افغانستان په اړه به خپله تګلاره بدله کړي.