دوحه نیوز پۀ راپور کې ویلي چې قطر افغانستان کې د پانګونې ارزونه کوي
دوحه نیوز پۀ راپور کې ویلي چې قطر افغانستان کې د پانګونې ارزونه کوي
داسې مهال د برېښنا په برخه کې د دوحې له لوري د پانګونې خبر ورکول کېږي چې د افغانستان شاوخوا اتیا سلنه برېښنا وارداتي ده او تر ډېره د مرکزي اسیا له هېوادونو تامینېږي.
(2021 / 12 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
- بشپړ راپور
قطر په افغانستان کې پانګونه ارزوي، دوحه نیوز په یوه راپور کې وایي چې قطري حکومت غواړي په افغانستان کې په بېلو برخو کې پانګونه وکړي، خو ښايي دغه چاره د برېښنا په برخه کې له پانګونې پیل کړي.
دوحه نیوز د ځینو افغان چارواکو له قوله ویلي چې په نږدې راتلونکې د قطر یو پلاوی افغانستان ته راځي او دا ارزوي چې دوی له اوبو د برېښنا د تولید په برخه کې څه ډول پانګونه کولی شي.
اړوند موضوعات:
د قطر هېواد یو شرکت افغانستان کې د لمریزې برېښنا برخه کې پانګونه کوي
سرچینه وایي چې قطري پلاوی به همدا راز په افغانستان کې په نورو برخو کې هم د پانګونې څرنګوالی و ارزوي.
داسې مهال د برېښنا په برخه کې د دوحې له لوري د پانګونې خبر ورکول کېږي چې د افغانستان شاوخوا اتیا سلنه برېښنا وارداتي ده او تر ډېره د مرکزي اسیا له هېوادونو تامینېږي.