طالبانو لۀ چین هېواد څخه د پۀ رسمیت پېژندلو لپاره مرسته غوښتې

طالبانو لۀ چین هېواد څخه د پۀ رسمیت پېژندلو لپاره مرسته غوښتې
نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې طالبان به تر هغو په رسمیت ونه پیژني تر څو چې دوی یو داسې جامع حکومت جوړ نه کړي چې ښځې او اقلیتونه پکې شامل وي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري.
(2021 / 12 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی باید پۀ رسمیت وپېژندل شي او د نړۍ هېوادونه په ځانګړې توګه چین باید دې برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د طالبانو یوه ویاند په کابل کې د چین د سفیر په ګډون یوې خبري غونډې ته وویل، «افغانستان په اوسني وضعیت کې درک ته اړتیا لري، د نړۍ هېوادونه، په ځانګړې توګه چین باید په دې برخه کې پیاوړي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.”
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي په خپل ټوېټر اکاونټ کې ویلي چې دوی د چین په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او دا اړیکې باید د متقابل احترام پر بنسټ وي.
ښاغلي مجاهد همداراز چین د افغانستان لپاره په سیمه کې یو له مهمو هېوادونو څخه بللی او ویلي یې دي چې له چین سره اړیکې به د طالبانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وي.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک واخيست، د دغه هېواد په ملياردونو ډالره بهرنۍ شتمنۍ په ټپه ودرېدې او دغه هېواد يې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړ.
نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې طالبان به تر هغو په رسمیت ونه پیژني تر څو چې دوی یو داسې جامع حکومت جوړ نه کړي چې ښځې او اقلیتونه پکې شامل وي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري.
خو طالبانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې او ویلي یې دي چې هیڅ هیواد ته به د مداخلې اجازه ورنه کړي.
اړوند موضوعات:
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي وو، داسې نښې نشته چې روسیه او چین دې د طالبانو واکمني په رسمیت وپیژني.
ښاغلي ویسټ ویلي وو که روسیه او چین د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني نو امریکا به دا کار ونه کړي.






