ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د افغانستان پۀ اړه اسلام آباد کې تر سره شي 

0
102

ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د افغانستان پۀ اړه اسلام آباد کې تر سره شي 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې په دې غونډه کې به د اسلامي همکاریو د سازمان پر غړو سربیره د امریکا متحده ایالات، روسیه، چین، بریتانیا، اروپايي ټولنه، نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو استازو ته هم بلنه ورکړل شي.

 

(2021 / 12  / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې ټاکل شوې په راتلونکې اونۍ کې اسلام اباد د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې په دې غونډه کې به د اسلامي همکاریو د سازمان پر غړو سربیره د امریکا متحده ایالات، روسیه، چین، بریتانیا، اروپايي ټولنه، نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو استازو ته هم بلنه ورکړل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې ناستې موخه په افغانستان کې د جدي او خرابېدونکي بشري وضعیت او د اقتصادي بحران د مخنیوي په موخه شوې ده.

قریشي ټینګار وکړ چې د دغه کنفرانس له جوړېدو څخه موخه د نړیوالو پام د بشري ناورین لوري ته اړول دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه چې افغانستان یې بنسټګر دی، د اسلامي امت د یوې برخې په توګه د دغه هېواد له خلکو سره د دوستۍ او ورورګلوۍ اړیکې لري.

په خبرپاڼه کې راغلي: «نن تر بل هر وخت د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو د سازمان ملاتړ ته اړتیا لري. بیان زیاتوي چې غیر معمولي سرمشریزه” نه یوازې د افغانستان له خلکو سره د پیوستون څرګندولو فرصت دی، بلکې د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د عملي ګامونو په اړه هم فکر کوي.”

په خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر ګډون چې د افغانستان په وروستیو پرمختګونو کې یې مهم رول لوبولی دی، په دغه ناسته کې د قطر ګډون په بېړنۍ توګه د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره اړین وباله.

اړوند موضوعات: 

 د افغانستان پۀ اړه د اسلامي هېوادونو غونډه؛ پاکستان یې کوربه توب کوي 

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان ۶۰ سلنه نفوس له ۳۰ میلیونو ډېر وګړي د لوږې له بحران سره مخ دي او دا وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

په همدې حال کې طالبانو د غونډې هرکلی کړی او پر غړو هېوادونو یې غږ کړی چې د دوی د واکمنۍ ملاتړ وکړي او په رسمیت وپېژني.

 

Leave a reply