طالبانو لۀ اسلامي هېوادونو غوښتي چې دوی پۀ رسمیت وپېژني
طالبانو لۀ اسلامي هېوادونو غوښتي چې دوی پۀ رسمیت وپېژني
د مجاهد په خبره دوی له ټولو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي نو له همدې امله د یاد سازمان غړو هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره مرسته وکړي او دلته نوی جوړ شوی حکومت په رسمیت وپېژني.
(2021 / 12 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا له اسلامي هېوادونو غوښتي چې دوی په رسمیت وپېژني.
د افغانستان د نوي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې عرب رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه په جوړېدو ده، نو له همدې امله له ټولو اسلامي هېوادونو غواړي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.
د مجاهد په خبره دوی له ټولو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي نو له همدې امله د یاد سازمان غړو هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره مرسته وکړي او دلته نوی جوړ شوی حکومت په رسمیت وپېژني.
اړوند موضوعات:
پخواني ولسمشر ویلي چې د طالبانو پر رسمیت پېژندلو لپاره باید ډاډ ترلاسه شي چې دوی کورنی مشروعیت لري
د ا.ا اسلامي امارت له واک ته رسېدو شاوخوا څلور میاشت کېږي خو تر اوسه یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې لټه کې دی چې نړیوال د افغانستان د نوي حکومت رسمیت پېژندلو ته قانع کړي خو تر دې په دې برخه کې بریالي شوي نه دي.