لۀ کابو څلور میاشتو ځنډ وروسته لومړنۍ الوتنه لۀ هند هېواد څخه کابل ته وشوه
هند تر دې وړاندې هم افغانستان سره د ۵۰ زره مټريکه ټنه غنمو مرسته هم اعلان کړې وه چې هغه به د واګه بندر له لارې افغانستان ته استول کېږي.
( 2021 / 12 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې، کام ایر هوايي شرکت نن له هند څخه د یو شمېر افغانانو په ګډون د دې هېواد مرسته شوي طبي توکي افغانستان ته انتقال کړي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند، احمدالله وثیق په خپله ټوېترپاڼه لیکلي، په دې الوتنه کې هغه پنځه اتیا تنه افغانان هم هېواد ته رسېدلي، چې په هند کې ایسار پاتې وو.
د نوموړي په خبره، د کام ایر دې الوتکې په کابل کې د اندارګاندي روغتون لپاره د هند ۱.۶ ټنه درملو مرسته هم کابل ته لېږدولې ده.
د یادونې ده چې دا د کابل او ډیلي ترمنځ لومړنۍ الوتنه ده.
هند تر دې وړاندې هم افغانستان سره د ۵۰ زره مټريکه ټنه غنمو مرسته هم اعلان کړې وه چې هغه به د واګه بندر له لارې افغانستان ته استول کېږي.
ښاغلي وثیق زیاته کړې، چې په راتلونکو ورځو کې به يو شمیر مهم طبي سامان آلات هم له هند نه وارد او د روغتونونو په اختيار کې به ورکړل شي.










Leave a Reply