د فلسطیني کډوالو یو کمپ کې د چاودنې لۀ امله دولس کسه وژل شوي

د فلسطیني کډوالو یو کمپ کې د چاودنې لۀ امله دولس کسه وژل شوي
د راپورونو له مخې چاودنه د نارت ټاور په کمپ کې د فلسطیني وسله والې ډلې د وسلو په یوه ډیپو کې د اورلګېدنې له امله شوې ده.
(2021 / 12 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
رویټرز خبری اژانس وایی د لبنان په جنوب کښې د فلسطینی کډوالو یوه کمپ ته نزدې بمی چاودنې ۱۲ کسان ژوبل کړل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بم د تېرې جمعې په ورځ د لبنان په جنوبي ښار ټایر کې له غرمې لږ وروسته وچاودېد.
د راپورونو له مخې چاودنه د نارت ټاور په کمپ کې د فلسطیني وسله والې ډلې د وسلو په یوه ډیپو کې د اورلګېدنې له امله شوې ده.
د لبنان دولتي ټلویزیون زیاته کړې، چې په چاودنه کې څو تنه وژل شوي، خو سیمه ییزو لبناني رسنیو ویلي، چې په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د فلسطین اطلاعاتو مرکز خبر ورکړی چې چاودنه د کرونا ناروغانو لپاره د یو شمیر اکسیجن بالونونو د اور لګیدو له امله رامنځ ته شوې ده.
د لبنان د الوطنیه خبري اژانس د راپور له مخې امنیتي ځواکونو د چاودنې په ځای کې کلک امنیت ټینګ کړی او کمپ ته غځېدلې لارې یې تړلې دي.





