افغانستان د یو خطرناک دور نه تیریږی: رپورټ

0
201

باغی ټي وي رپورټ
افغانستان له یوې اوږدې او خطرناک دور څخه تیریږي،افغانستان نن هم د اقتصادي بحران له امله په ټپه ولاړ دی، که نړیواله ټولنه ددې مخنیوې و نه کړي نو امکان لری چې په افغانستان کې یو انساني بحران پیل شي چې دا به ددې هیواد د وګړو لپاره ډیر خطرناک شي.

په مشرق ویب پانړه د انور غازي په نامه چاپ یو رپورټ مطابق په افغانستان کې خلک د لوږې او بې وزلۍ له امله مري، د یوه راپور له مخې په افغانستان کې اته میلیونه خلک د لوږي په شان یو لوی ستونزې سره مخ دي، پنځه میلیونه یتیم او بې وزله ماشومان د اقتصادي پلوه ویجاړ افغانستان کې پراته دي.
په رپورټ کط وایی چې تاسو که د افغانستان هر ښار ته لاړ شئ، هیڅ ودانۍ، هیڅ پارک او هیڅ تاریخي ځای داسې نه دې چې د مرمیو نه خوندي وي، مطلب هره ودانې په ګولیو لګیدلې ده، هغه هیواد چې په ځمکنیو ماینونو ککړ دی، په دې جنګ ځپلي هیواد کې د ډول ډول ناروغیو له امله په لسګونو کسان مړه کیږي. داسې کسان شته چې درملنه یې ډېره ارزانه ده خو د سر درد یوې ساده ګولۍ ته هم لاسرسی نه لري. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په افغانستان کې له هر څلورو ماشومانو څخه یو ماشوم تر پنځه کالو عمر ته رسیدو څخه مخکې مړ کیږی.

Leave a reply