ملګرو ملتونو پۀ طالبانو غږ کړی چې د ټولو افغانانو مساوي حقوق ورکړي 

0
89

ملګرو ملتونو پۀ طالبانو غږ کړی چې د ټولو افغانانو مساوي حقوق ورکړي 

د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ د يادې ورځې په مناسبت اعلاميه کې ويلي چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ريښتينی ارزښت په ګوته کوي او پر طالبانو غږ کوي چې د هر افغان له بشري حقونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

 

(2021 / 12 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسب پر طالبانو غږ کړى چې د ټولو افغانانو له مساوي حقونو ملاتړ وکړي. نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ د يادې ورځې په مناسبت اعلاميه کې ويلي چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ريښتينی ارزښت په ګوته کوي او پر طالبانو غږ کوي چې د هر افغان له بشري حقونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاېنز ویلي، چې د بشري حقونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د برابرۍ او عدم تبعیض اصول د ټولو لپاره خورا مهم دي.

نوموړې ویلي، دوی پر طالبانو غږ کوي چې دا اصل په افغانستان کې په ورځني حقیقت بدل کړي.

اړوند موضوعات: 

 ملګرو ملتونو طالبان لۀ ښځو سره پۀ توپيري چلند تورن کړي دي 

د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ ويلي چې د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب په اړه د طالبانو له خوا شوې ژمنې بايد تر اوسه پوره شوې وای.

يوناما زياته کړې چې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ راهیسې د خپلو حقونو د کمزوري کیدو شاهدانې دي.

Leave a reply