ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې د ښځو وضعت اندېښمن کړي یو
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې د ښځو وضعت اندېښمن کړي یو
د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ادارې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ډول ډول فشارونه مخ پر زیاتېدو دي.
سرچینه وایي چې دوی له زده کړو محرومې دي، دندو ته نه شي تللی، پر دوی د سفرونو بندیز دی او د حقونو پر وړاندې یې ګواښونه موجود دي.
(2021 / 12 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو د نوي حکومت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو یو راپور خپور کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ادارې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ډول ډول فشارونه مخ پر زیاتېدو دي.
سرچینه وایي چې دوی له زده کړو محرومې دي، دندو ته نه شي تللی، پر دوی د سفرونو بندیز دی او د حقونو پر وړاندې یې ګواښونه موجود دي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا مشر د افغان ښځو پۀ هکله نوی فرمان صادر کړی دی
یاده اداره ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د ښځینه وو د حقونو په اړه دقیقه څېړنه کړې ده او د ملګرو ملتونو له مشرتابه غواړي چې په دې اړه یې دریځ پياوړی کړي.
بلخوا د افغانستان نوي حکومت بیا په ځلونو ویلي چې دوی د ښځو حقونو ته درناوی لري او هڅه کوي دوی ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.