د ا.ا.ا مشر د افغان ښځو پۀ هکله نوی فرمان صادر کړی دی
د ا.ا.ا مشر د افغان ښځو پۀ هکله نوی فرمان صادر کړی دی
په فرمان کې حج اوقافو وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او سترې محکمې ته امر شوی چې د ښځو د حقونو د تامین او پر دوی باندې د ظلمونو د مخینوي لپاره د شریعت د اصولو سره سم کوټلي ګامونه واخلي.
(2021 / 12 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا مشر هبت الله د هیواد ټولو قومي مشرانو، دیني عالمانو او اړونده چارواکو ته امر کړی چې د ښځو د حقونو د ځای پر ځای کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
په فرمان کې ویل شوي چې د مېړه له وفات وروسته کونډه ښځه د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د خپل اختیار څښتنه ده او د شرعي اصولو سره سم د بل خاوند د کولو یا نه کولو په اړه پرېکړه کولای شي.
اړوند موضوعات:
امریکايي فوځيانو د افغانۍ ښځې سره بدسلوکي
په فرمان کې له هغو نارینه وو څخه چې څو ودونه لري غوښتنه شوې چې د ټولو تر منځ عدالت مراعات کړي.
په فرمان کې حج اوقافو وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او سترې محکمې ته امر شوی چې د ښځو د حقونو د تامین او پر دوی باندې د ظلمونو د مخینوي لپاره د شریعت د اصولو سره سم کوټلي ګامونه واخلي.