ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې افغانان د بدو ورځو پیل ته نیږدې شوي دي  

0
156

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې افغانان د بدو ورځو پیل ته نیږدې شوي دي

د دغه پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه انسانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د ستونزو د حل لپاره باید ۲،۶ میلیارده ډالره مرسته وشي.

 

(2021 / 12 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د روان ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام استازې مري الن مک ‌ګروتي له قوله، دوی په دې هېواد کې د روان بشري ناورین بدو پایلو ته ډېر اندېښمن دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اوس‌مهال په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا درې برابره زیاته شوې او د ژمي په پیل سره به، خپل وروستي حد ته ورسېږي.

اړوند موضوعات: 

ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان کې بشري ناورین د پراخېدو پۀ حال کې ده   

د دغه پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه انسانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د ستونزو د حل لپاره باید ۲،۶ میلیارده ډالره مرسته وشي.

د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د بې‌وزلو افغانانو لاسنیوي ته راودانګي او دوی له یاده ونه‌ باسي.

Leave a reply