امریکا: د افغانستان وضعت زړۀ بوږنوونکی دی؛ خو موږ د مرستو لپاره خپل شرایط لرو 

امریکا: د افغانستان وضعت زړۀ بوږنوونکی دی؛ خو موږ د مرستو لپاره خپل شرایط لرو 

هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی او هر هغه څوک پرې ځورېږي چې له افغانانو سره همدردي لري، خو نړیواله ټولنه هم خپل شرایط لري چې باید عملي کړل شي.

 

(2021 /  12 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي په افغانستان کې روان وضعیت خواشینوونکی دی، خو تر هغه چې دوی له هر څه ډاډه نه شي کنګل شوې شتمني نه ازادوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، ټوماس ویسټ له یوې امریکايي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان په هره برخه کې له روان وضعیت خبر دي.

ددۀ په خبره د خلکو له ناوړه اقتصادي وضعیت، د ماشومانو له خوارځواکۍ، د معاشونو له ځنډېدو، ښوونځيو او دندو ته د نجونو له نه تګ او نورو مسایلو خبر دي، خو تر هغه چې په افغانستان کې له هر څه ډاډه نه شي د کنګل شوې شتمنۍ ازادول او رسمیت پېژندلو پروسه به پيل نه شي.

اړوند موضوعات: 

اردوغان وايي چې امریکا باید د افغانستان په څېر خپل سرتېري له عراق او سوریې هم وباسي

د ويسټ په خبره دوی ډاډه نه دي چې نوی حکومت به د ښځو حقونو رعایت کړي کنه او همدا راز و به کړی شي کنه چې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی او هر هغه څوک پرې ځورېږي چې له افغانانو سره همدردي لري، خو نړیواله ټولنه هم خپل شرایط لري چې باید عملي کړل شي.


Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *