د هندي پوځ د لوی درستیز الوتکې نسکوره شوې ده

د هندي پوځ د لوی درستیز الوتکې نسکوره شوې ده
د هند هوایی ځواک هم په ټولنیزو رسنیو کې تایید کړې چې د دفاع لوی درستیز جنرال بپین راوت Mi-17V5 چورلکه نسکوره شوې ده.
له بلې خوا هندي رسنۍ د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د څلورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي، خو دا نه ده تایید شوې چې په وژل شویو کې څوک دي؟
(2021 / 12 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هند د پوځ د لومړي لوی درستیز جنرال بپین راوت چورلکه نسکوره شوې ده.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د پوځ د لوی درستیز جنرال بپین راوت یوه پوځي چورلکه په تامل ناډو ایالت کې لوېدلې، له پېښې وروسته د لټون او ژغورنې عملیات پیل شوي دي.
د هندي رسنیو په وینا، په چورلکه کې د لوی درستیز ځانګړی ګارد او د هغه د کورنۍ ځینې غړي هم سپاره وو.
د هند هوایی ځواک هم په ټولنیزو رسنیو کې تایید کړې چې د دفاع لوی درستیز جنرال بپین راوت Mi-17V5 چورلکه نسکوره شوې ده.
له بلې خوا هندي رسنۍ د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د څلورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي، خو دا نه ده تایید شوې چې په وژل شویو کې څوک دي؟
د یادولو وړ ده چې د هند د پوځ مشر جنرال بپین راوت د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۱ مه نیټه د خپلې دندې تر بشپړولو وروسته تقاعد شو چې د مودي حکومت لخوا د هندوستان د لومړي لوی درستیز په توګه وټاکل شو.






