د امریکا او روسیې چارواکي د اوکاین پر مسئله خبرې کوي

د امریکا او روسیې چارواکي د اوکاین پر مسئله خبرې کوي
امریکا او روسیه د اوکراین پر مسئله خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې راتلونکې سه شنبه د امریکا او روسیې ولسمشران په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې اترې ولري.
(2021 / 12 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا او روسیه د اوکراین پر مسئله خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې راتلونکې سه شنبه د امریکا او روسیې ولسمشران په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې اترې ولري.
ددې خبرو مهمه موضوع اوکراین او ددې هېواد په شاوخوا کې د روسیې له لوري د جوړو شوو ګواښونو لرې کول دي.
اړوند موضوعات:
اوکراین د روسیې د تحرکاتو لۀ امله اندېښنه ښودلې ده
په ورته وخت کې د امریکا استخباراتي ادارې وايي چې روسیې شاوخوا ۱۷۵ زره عسکر د اوکراین شاوخوا ځای پر ځای کړي دي او پر دغه هېواد د برید پلان لري.
ناټو هم ویلي چې روسیه دې له ورته پاروونکو اقداماتو لاس په سر شي او که دا کار و نه کړي نو له سختو زیانونو سره به مخ شي.






