د ازبکستان ولسمشر افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي یوازينۍ لاره د ا.ا.ا سره خبرې کول یاد کړي دي

د ازبکستان ولسمشر افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي یوازينۍ لاره د ا.ا.ا سره خبرې کول یاد کړي دي
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له طالبانو سره پر تعامل ټینګار کړی و او خبرداری یې ورکړی و چې له طالبانو سره د تعامل نه کولو له امله به نړیواله ټولنه لوړه بیه پرې کړي.
(2021 / 12 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره له ا.ا سره خبرې اترې اړینې دي.
افق نیوز راپور ورکړی دی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره او دغه راز په دغه هېواد کې د لویو پروژو پلیتابه لپاره اړینه ده چې نړیواله ټولنه له ا.ا سره خبرې پیل کړي او ورسره یو مثبت تعامل ته ورسېږي.
هغه د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې ویلي چې په دغه هېواد کې سوله او ثبات د ټولې سیمې له ثبات سره مرسته کوي نو نړۍ ته په کار ده چې هر څه ژر دغه چاره ممکنه کړي.
اړوند موضوعات:
عمران خان او د ازبکستان صدر په ټیلیفون خبرې کړې دي
نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته له ا.ا سره تعامل ونه شي نو ممکن په دغه هېواد کې روان وضعیت د خلکو ژوند له ډېرو جدي ننګونو سره مخ کړي.