د وادي تیرا بې کوره شوو کډوالو واپسۍ او بحالۍ پشمول پرمختیايي پروژو ته خاصه پاملرنه کوي.حاجي سرفراز خان

0
44

باغي ټي وي رپورټ
جمرود پريس کلب کښې د يوي خبري غونډي په مهال د کليوالي کونسل 4 غنډي 1 نه د جنرل کونسل څوکۍ لپاره اميدوار حاجي سرفراز، حاجي يوسف، حاجي خان افضل، شيرا ګل او نورو وويل چي د سيمي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او سړکونه ويجاړ شوي دي. هغه وويل، د بې ځايه شويو د تیرا خلقو، ښوونځيو، اوبو او داسې نورو ټولو مسايل به په لومړيتوب د هوارولو لپاره رول ادا کړي .
نوموړي دا هم وويل، چې خلک د خلکو له استازو مايوسه شوي ځکه ځايی خلق ډيرو ستونزو سره مخ دي او د خلکو ستونزې هم تر اوسه نه دي حل شوې.
هغوی اوویل او ژمنه ی وکړه چې د مشرانو په مشوره به يې په اړه لازم تصميم ونيول شي. په دې موقع نورو مشرانو د حاجي سرفراز ملاتړ وكړ او د هر قسمه تعاون اعلان ئې وكړو۔

Leave a reply