په جمرود کې د تحر یک اصلاحات پاکستان یوه لوه جلسه
باغي ټي وي رپورټ
ددضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې د پاکستان تحريک انصاف د بلدياتي انتخاباتو په اړه يوه عامه غونډه اوشوه.
د تفصيلاتو ترمخه د جمرود په شاه کس سيمه کښې د پارټۍ چيئرمېن الحاج شاه جي ګل آفريدي او سېنېټر الحاج تاج محمد آفريدي په کور کښې د تحريک چيئرمين شپ اميدوار الحاج سيد نواب شېر آفريدي په حمايت کښې يوه لويه جلسه اوشوه۔
په دے کښي د جمرود تحصيل ټولو قبائلو په لوئ شمير کښي ګډون اوکړو او يوه لويه جلسه کښي الحاج سيد نواب شير آفريدي په روايتي پګړو کښي د متفقه اميدوار په توګه نامزد کړے شو۔
د تحريک اصلاحات پاکستان چيئرمېن الحاج شاه جي ګل آفريدي، ايم پي اے الحاج بلاول اپريدي، ملک نصير احمد کوکي خيل، ملک حبيب نور اورکزئي، حاجي يوسف آفريدي، د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر حضرت ولي آفريدي، حاجي احمد شاه آفريدي او نورو مشرانو وينا وه د بلدياتي انتخاباتو تر ټولو غوره فيصله به دا وه چې په کور دننه به منتخب استازي وټاکل شي او د پرمختيايي پروژو جال به کور په کور کېښودل شي، الحاج سيد نواب به شير افريدي او نور کانديدان د انتخابي نښان پګړۍ باندې مهر لګولو سره بريالي کړي.
……..