د لوبو اړوند پروژې دې زر تر زره بشپړ شي: وزیراعظم عمران خان

0
91

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ د سپورټس یعني لوبو سره تړلې پروژې په وخت سرته رسولو غږ کړې دې او ویلي ی دي چې كه په لوبو كښې ګډون زيات شي نو د پاكستان استعداد په ټوله نړۍ كښې د سپورټس ميدانونو فتح كولو توان لري۔

د اې پي پي یو رپورټ مطابق وزيراعظم په پاکستان کې د نېشنل سپورټس پاليسۍ او د سپورټس گورننس سټرکچر اوور هاولنګ په اړه د لوړې کچې غونډې مشري وکړه او ويې ويل چې پاکستان سپورټس بورډ بايد د يو فعال منیجمنټ په توګه عمل وکړي او ځوانانو ته د اسانتياوو په برابرولو تمرکز وکړي.
غونډې ته د سپورټس د مجوزه شوي جوړښت او د صوبو سره په نېشنل سپورټس پالېسۍ كښې د شاملولو په اړه هم خبر وركړې شو۔
وزیراعظم اوویل چې د پاكستان سپورټس بورډ آئين د بشپړې جائزې نه وروستو بيا جوړ كړې شوې او جامع مسوده د سي سي ايل سي لخوا منظوري وركړې شوې ده۔
د بورډ د غړو شمېر ۱۱ ته راټيټ شوی او اجرائيه کمېټه به پنځه غړي ولري. په هېواد کې د ورزشي فعاليتونو د زياتوالي او د کيفيت د ښه والي په موخه د سياليو د ترسره کولو په موخه نه يوازې د بورډ واکونه او دندې له سره تعديل شوي، بلکې يو دې لپاره یو نوې تنظیمي ساخت هم چمتو شوی دی.

Leave a reply