د پریانکا د وژنې او سوځونې رپورټ وزیراعلی ته وړاندې شوې

باغي ټي وي رپورټ
د سیالکوټ فیکٹر منیجر پریانتا سی ایم د وژنې لومړني راپورلومړي وزیر ته وړاندې شوې دې. د یو شمېر بهرنیو شرکتونو یو پلاوی د په سیالکوټ کې دې فابریکې ته راتلو ، په دې موقع د فابریکې مدیر پریانتا وویل چې ټول ماشینونه باید پاک وي
په رپورټ کې زیاتوي چې فابریکې مدیر وغوښتل چې په ماشین کې سټیکر لرې کړي، ددې کارخانې کارکوونکې وایی په دې سټيکر مذهبي ليکل شوي وو اوچې کله دا سټیکر ی لرې کړو نو مزدورانو په پریانکا برید وکړو.
په رپورټ کې زیاتوي چې ددې فابریکې مزدورانو او د مدیر پریانکا ترمینځ په فابریکه د ډسپلن په وجه شخره هم روانه وه.
تر دې مخکې هم یو شمېر کارکوونکي د کار د غلا او د ډسپلین د ماتولو په تور له دندو ګوښه شوي وو. په رپورټ کې وایی چې د مدیر وهل د سهار شاوخوا ۱۱ بجې پیل شول، په 11:25 کې پولیس خبر شو او درې پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل. رپورټ کې وایی چې د پېښې په وخت کې د کارخانې مالکان لادرکه شوي دي.
راپور د پنجاب د قانون د وزیر راجا بشارت په مشرۍ د قانون او نظم په غونډه کې پای ته ورسید، د وژل شوي جسد به د پوسټ مارټم نه پس سري لنکا ولیږل شي، په رپورټ کې داسې هم وایی چې تر اوسه ۱۲۰ کسان نیول شوي دي.






