د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې ایران خبرو کې جدي ندی؛ دوی هم ورسره خبرې بس کړې 

0
67

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې ایران خبرو کې جدي ندی؛ دوی هم ورسره خبرې بس کړې 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، له ایران سره وروستیو خبرو اترو کې ورته دا جوته شوې ده چې تهران خبرو ته جدي نه دي او نه غواړي چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي نو ځکه یې له دغه هېواد سره پیل کړې خبرې پای ته رسولې دي.

 

(2021 / 12 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، له ایران سره وروستیو خبرو اترو کې ورته دا جوته شوې ده چې تهران خبرو ته جدي نه دي او نه غواړي چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي نو ځکه یې له دغه هېواد سره پیل کړې خبرې پای ته رسولې دي.

هغه زیاته کړې، هغه تعهدات چې اټومي تړون ته د بېرته ستنېدو لپاره اړین وو، ایران ورته ژمن نه دی نو داسې مذاکراتو ته چې پایله یې ګونګه وي دوی هیڅ لېوالتیا نه لري.

اړوند موضوعات: 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ایران لا هم وخت لري چې اټومي تړون ته راوګرځي 

بلینکن په دې وروستیو کې ټینګار کړی دی چې که چېرته له تهران سره خبرې پایلې ته ونه رسېږي نو دوی نور انتخابونه هم تر لاس لاندې لري.

Leave a reply