ډپټي کمشنر خیبر په دفتر کې د بلدیاتي ټاکنو په اړه مهمه غونډه
باغی ټي وي رپورټ
د ضلعي ريټرننګ افسر، ډپټي کمشنر خيبر منصور ارشد په مشرۍ کښې د ډپټي کمشنر په دفتر کښې د بلدياتي انتخاباتو د ضابطه اخلاق په اړه د لوړې کچې غونډه وشوه۔
په غونډه کښي ايډيشنل ډپټي کمشنر نور ولي خان، د ضلعي اليکشن کمشنر خيبر حميد الرحمان اسسټنټ کمشنر/ ريټرننګ افسرانو جواد علي، نائيک محمد بنګش، اکبر افتخار احمد سپرنټنډنټ آف پوليس عبدالسلام خالد، د ریوینیو لپاره ايډيشنل اسسټنټ کمشنر امير زيب او د ټولې ضلعی د تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره اميدوارانو ګډون اوکړو.
په غونډه كښې د ضلعې اليكشن كمېشن د تحصيل چيئرمېن اميدوارانو سره د بلدياتي انتخاباتو 2021 ضابطه اخلاق په اړه تفصيلي خبرې اترې وكړې۔د اليكشن كمېشن آف پاكستان د اعلان په رڼا كښې په تاريخ كښې په اول ځل بلدياتي انتخابات كېږي کوم به چې د دسمبر په 19 نیټه ترسره شوي.
په دي اړه د ضلعي ريټرننګ افسر، ډپټي کمشنر خيبر منصور ارشد اوویل چي په تاريخ کښي په اول ځل بلدياتي انتخابات کيږي چي پکښي به د خيبر ضلعي خلق د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي ضابطه اخلاق مطابق خپل نمائندګان ټاکي، هغوی زیاته کړه چې په دې ظابطه اخلاق عمل کول د امیدوارانو ذمه واري ده چې دا ټاکنې په کامیابۍ سره ترسره شی او اولس خپل نمایندګان وټاکي.