د قامي سلامتیا کمیټۍ غونډې څخه د اپوزیشن بایکاټ ډیر د افسوس وړ دې: چوهدري فواد حسین

0
102

باغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو او نشریات وفاقی وزیر چوهدري فواد حسین د جمعې په ورځ په خپل ټویټ کې ویلي دي چې د اپوزیشن ګوندونو قامي سلامتیا د کمیټۍ غونډي نه بایکاټ ښه کار نه دې او دا یو ډیر افسوس وړ کار دې.

هغه اوویل چې په اوو ۷ لسیزو کې په اول ځل حکومت خپله امنیتي پالیسي پارلیمان ته وړاندې کوی ، هغه زیاته کړې چې دا کومه سیاسي پالیسي نه ده بلکه دا ددې هیواد د سلامیتان او امنیت پالیسي ده.
هغه اوویل چې اپوزیشن ګوندونه دې په دې مسله او ستونزه یو ځل بیا نظر واچوي او د قامي سلامتیا لپاره دې د پارلیمان په دې مهمه غونډه کې برخه واخلي.

Leave a reply