د لنډیکوتل معذوروه کسانو د خپلو غوښتنو لپاره غونډه او احتجاج کړې دي

0
73

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې د معذوران نړيوالې ورځې په مناسبت سره د لنډیکوتل معذوره کسانو یوه غونډه وکړه او دوی خپلو غوښتنو لپار ځای رسنیو ته خپل احتجاج هم وکړو.

د معذورانو دغه غونډه او احتجاج د لنډیکوتل د معذورانو اتحادیی مشر عرفان شینواری او سجاد شینواری راجوړه کړې وه، رسنیو سره په خبرو کې بخت زمین اوویل چې ددې سیمې معذوره خلق ډیر په بد حال دي، ژوند ی د سختو ستونز سره مخ دي، هغه زیات کړه چې معذوران د خپلې جسماني کمزورې او معذورۍ له وجهې بل کوم کار نه شي کولې چې له وجهې ی دوی د سختو مالي ستونزو سره مخ دي، هغه تور ولګولو چې دلته عوامي نمایندګانو او حکومتي ادارې دوی سره هیڅ مرسته نه کوي.
د معذورانو د اتحاديی غړیو او مشرانو د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دوی سره دې مالي مرستې وکړي شي.

Leave a reply