ضلع خیبر د خیبرپښتونخوا د ۲۱ کالو نه کم عمر لوبغاړو سیالیو کې دویم پوزیشن وګټل

0
78

باغي ټي وي رپورټ
خېبر ضلعې د انډر 21 عمر لوبغاړو د خېبرپښتونخوا د 34 ضلعو سیالیو کې د ضلعې سپورټس افسر خېبر راهد ګل ملاګوري په مشرۍ او لارښوونه کې او د لوبغاړو او چارواکو د نه ستړي کیدونکي محنت په وجه د خېبر ضلعې لوبغاړو تویم مقام ترلاسه کړو.

د خېبرپښتونخوا انډر ۲۱ عمر لوبغاړو سیالۍ په قیوم سپورټس سټیډیم پېښور کې ترسره شو، د خېبر ضلعې په مجموعي توګه د جوډو ټيم اولني او کراټې او ووشو کښې دويم مقام خپل کړو۔
په جوډو کې د خیبر ضلعې لوبډلې ۴ د سرو زرو، ۱ د سپینو زرو او ۳ د برونزو مډالونه او په کراټې کې ۲ د سرو زرو، ۳ د سپینو زرو او ۱ د برونز مډالونه وګټل، په ووشو کې خیبر ۲ د سرو زرو، ۲ د سپینو زرو او ۲ د برونزو مډالونه وګټل، په جمناسټیک کې د خیبر ضلعې لوبډلې بریا خپله کړه. دریم د سرو زرو او 2 برونزو مډالونو سره.
ضلعي خيبر د پهلوانۍ په سیالیو کښي د سپينو زرو او يوه د برونز مډال ګټلي دي۔ د خېبرپښتونخوا انډر 21 لوبو کښې د خېبر ضلعې ټولټال 9 د سرو زرو، 7 د سپينو زرو او 8 د برونزو مډالونه ګټلي چې په مجموعي توګه 24 مډالونه دي.
د خيبر پختونخوا سپورټس سيکرټري د خيبر ضلعي مارشل آرټس ته غوره کارکردګي لپاره د کراټې ميټس ورکولو اعلان هم کړے دے۔

Leave a reply