د ا.ا.ا د قظر دفتر ویاند وايي چې م،م کې دوی ته څوکۍ نۀ سپارل عادلانه ندي 

0
87

د ا.ا.ا د قظر دفتر ویاند وايي چې م،م کې دوی ته څوکۍ نۀ سپارل عادلانه ندي 

نوموړي ویلي، چې د ملګرو ملتونو دا پرېکړه د دغه سازمان د اصولو او د افغانستان د واقعیتونو خلاف پرېکړه ده.

‎د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکونې کمېټې تېره ورځ پرېکړه وکړه، چې د اوس لپاره په دې سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه طالبانو ته څوکۍ نه‌ورکوي.

 

(2021 / 12 / 2  نېټه باغې ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو سازمان ته د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو نوماند محمد سهیل شاهین د دوی استازولۍ په اړه د دې سازمان پرېکړه ناعادلانه بللې ده.

نوموړي ویلي، چې د ملګرو ملتونو دا پرېکړه د دغه سازمان د اصولو او د افغانستان د واقعیتونو خلاف پرېکړه ده.

‎د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکونې کمېټې تېره ورځ پرېکړه وکړه، چې د اوس لپاره په دې سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه طالبانو ته څوکۍ نه‌ورکوي.

ښاغلي شاهین په دې اړه په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي:

«موږ امید لرو چي نږدې راتلونکي کي په ملګرو ملتونو کې دا حق د افغانستان د حکومت استازي ته وسپارل شي تر څو په لا موثر او ښه ډول د افغانستان د ولس ستونزې حل کړی شو او نړیوالو سره مثبت تعامل ولرو.»

اړوند موضوعات: 

م،م د افغانستان څوکۍ د ا.ا.ا ته ونۀ سپارله 

هغه زیاته کړې چې دا پرېکړه په اصولو او انصاف بنا نه ده، ځکه چې د افغان ولس څخه یې مشروع حق اخیستی.

د ملګرو ملتونو د دې پرېکړې له مخې، د اوس لپاره د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی د افغانستان استازیتوب کوي.

Leave a reply