م،م د افغانستان څوکۍ د ا.ا.ا ته ونۀ سپارله 

0
78

م،م د افغانستان څوکۍ د ا.ا.ا ته ونۀ سپارله 

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي، چې افغان لوري د دغه څوکۍ په ترلاسه کولو کې له روسیې مرسته غوښتې وه. سهیل شاهین ویلي وو، له روسیې غواړي چې افغانستان ته په ملګرو ملتونو کې ددایمي څوکۍ د سپارلو په برخه کې همکاري وکړي.

(2021 / 12 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونه په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته و نه سپارله.

د راپورونو له مخې په ملګرو ملتونو کې د اعتبار ورکولو کمېټې پرېکړه کړې چې د اوس لپاره په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته و نه سپاري.

دغه کمېټه کې د روسیې، چین او امریکا استازي شامل دي او دوی ددغه دایمي استازو د څوکیو په اړه پرېکړه کړې ده.

اړوند موضوعات: 

د افغانستان دایمي استازولي وايي چې د ملي ګټو لپاره اسحاق زي په ملګرو ملتونو کې وینا و نه کړه

ملګرو ملتونو د افغانستان تر څنګ د میانمار پوځي حکومت ته هم د دوی د دایمي څوکۍ له ورکړې ډده کړې ده.

Leave a reply