ملګرو ملتونو لۀ افغان ګاونډیو غوښتي چې پر افغان کډوالو فشارونه نۀ راولي
یادې ادارې ویلي چې په وروستیو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د کډوالو ایستل ډېر شوي چې دا مسله د اندېښنې وړ ده او یاد هېوادونه دې له دغه چارې لاس په سر شي.
(2021 / 12 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وایي د افغانستان ګاونډي دې خپلو پولو کې پر کډوالو سختۍ نه راولي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه، پاکستان، ایران او تاجکستان دې پر افغان کډوالو فشارونه او سختۍ ودروي او خپلې پولې دې د دوی پر مخ پرانیزي.
اړوند موضوعات:
هره ورځ لۀ افغانستان څخه ایران ته پۀ زرګونو افغان کډوال ایران ته اوړي
یادې ادارې ویلي چې په وروستیو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د کډوالو ایستل ډېر شوي چې دا مسله د اندېښنې وړ ده او یاد هېوادونه دې له دغه چارې لاس په سر شي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ دغه راز له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې له کډوالو او بېځایه شوو سره مرستې وکړي او د زرګونه افغانانو ژوند وژغوري.










Leave a Reply