د قبایلي سیمو مشهور د مارشل آرټ لوبغاړو د قبایلی سیمو د لوبو ډایریکټر سره ملاقات کړې دې

0
114

نصیب شاه شینواري
د ایشین مارشل آرټ چیمپیئن شپ پخوانی پوزیشن هولډر او په پاکستان کښي د ورلډ کراټې آرگنائزیشن جاپان برانچ مشر فرهاد شینواري او په مارشل آرټ کښي د نړیوال شهرت لرونکی اوګینز ورلډ ریکارډ ګټونکي عرفان محسود او سینئیر کراټې کوچ نثار شینواري په صوبه کې شامل شوي د قبایلی سیمو د سپورټس محکمې مشر پیر عبدالله شاه سره په دفتر کښي ملاقات اوکړو.

په دې موقع د قبایلی سیمو د سپورټس محکمې ډائریکټر پیر عبدالله شاه د قبایلي ضلعو د مارشل آرټ کوچز او نامتو لوبغاړو د کارکردګۍ ستاینه وکړه او هغوي ته د مکمل ملاتړ یقین ورکړو، د غونډي په مهال د قبایلي ضلعو لوبغاړو ته د انډر 21 صوبې په سیالیوکې د ښې لوبې په کولو مبارکي ورکړه او لوبغاړو ته ی داد ورکړو.
ده ووئيل چې ډېر ژر به د قبائلي ضلعو د لوبغاړو لپاره يو بل سپورټس فيسټيول هم جوړ كړې شي او داسې نور پروګرامونه هم ترتيب كړې شوي چې ورسره به د قبائيلي ضلعو لوبغاړو ته پوره ګټه ورسي او د هغوي استعدادونه به په ډاګه كړي۔
د ملاقات په آخر کې د ورلډ کراټې آرگنائزیشن(جاپان) په پاکستان کې برانچ مشر فرهاد شینواري غوښتنه وکړه چې په قبایلي ضلعو کې دې ټولو ورزشکارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شي، په نړیوالو سیالیو کې دې د گډون پر مهال ورسره مرستې وشي او دې لوبغاړو ته دې کلنۍ مرستې هم ورکړل شي، هغه دا غوښتنه هم وکړه چې د پاکستان هغه لوبغاړي چې په نړۍ کچ ی سیالیو کې برخه اخستې او د پاکستان نمایندګی ی کړې، باید دې لوبغاړو حوصله افزایی او دوی سره مرسته وکړې شی.

Leave a reply