د پاکستان صادرات زیات شوي دي: عبدالرزاق داود

0
55

باغي ټي وي رپورټ
د سوداګرۍ په برخه کې د وزیراعظم عمران خان سلاکار عبدالرزاق ویلي چې د پاکستان صادرات په تېره یوه میاشت کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

عبدالرزاق داؤد په ټويټر جاري شوي يو بيان کې وئيلي دي چې د پاکستان صادرات په نومبر کې 33 فيصده زيات شوي چې په نومبر کې ۲.۹۰۳ مليارد ډالرو ته رسيدلي ، هغه زیاتوي چې د تير کال په نومبر کې پاکستان صادرات ۲.۱۷۴ ملیارد ډالره وو.
د تجارت مشاور وويل چې د نومبر په مياشت کې د پاکستان لپاره د حکومت د صادراتو هدف 2.6 مليارده ډالره وو او د روان مالي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې صادرات 27 فيصده زيات شوي چې په لومړيو پنځو مياشتو کې 12.365 مليارده ډالرو ته رسيدلي دي.
د عبدالرزاق داوود په وینا، د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د حکومت د صادراتو هدف 12.2 میلیارده ډالره و، چې د تېر کال په همدې موده کې 9.747 میلیارده ډالره وو.

Leave a reply