د خیبر جوډو کراټې لوبغاړو ۵ د سروزور مډال وګټل

0
39

باغي ټي وي رپورټ
د ډسټرکټ سپورټس افسر راحد ګل ملاګوري په مشرۍ او د قبائلي مارشل آرټ اکاډمۍ مشر نورشاه آفريدي په ذمه وارۍ او زحمت کښې د انټرنيشنل لوبغاړي کوچ قيصر افريدي په مشرۍ کښې د ضلعي خيبر جوډو ټيم د خېبر پښتونخوا انډر 21 لوبو کې په 35 ضلعو کښې اولني پوزيشن ترلاسه کړے دے.

د خيبر پښتونخوا انډر 21 لوبو کښې د ضلعي خيبر جوډو ټيم 5 د سرو زرو، يو د سپينو زرو او دوه د برونزو مډالونه وګټل او په دې توګه د خيبر ضلعي جوډو ټيم اولني پوزيشن خپل کړ۔
ډپټي کمشنر خيبر منصور ارشد، ډائريکټر سپورټس قبائلي ضلعو پير عبدالله شاه او ضلعي سپورټس افسر راحد ګل ملاګوري د جوډو ټيم او چارواکو ته په دغه ستره لاسته راوړنه مبارکي ورکړي او وئيلي ئي دي چي دا د لوئي فخر خبره ده چي د وسائلو او سهولتونو د کمي باوجود دا د لوئي فخر خبره ده۔ د خېبر جوډو لوبډلې دغه شان ښه کارکردګي وکړه او ويې ويل چې دا لاس ته راوړنه او زمونږ د خیبر لوبغاړو ګټه د خېبر ضلعې د ټولو خلکو لپاره د وياړ خبره ده.

Leave a reply