په خیبر هاوس کې د پولیو مهمه غونډه شوې

0
176

باغي ټي وي رپورټ
د ايډيشنل ډپټي کمشنر خيبر نور ولي خان په مشرۍ کښې د ډپټي کمشنر دفتر کښې د پوليو مخنيوي مهم په اړه د لائن ډيپارټمنټونو غونډه اوشوه.
په غونډه کښي د لائن ډيپارټمنټونو، تحصیل میونسپل افسرانو، پوليو او نورو چارواکو ګډون اوکړو، چيلنجونو، د آګاهۍ مهم او راتلونکي لپاره د تګلارې په اړه بريفن
ګ ورکړې شو.
د غونډې په مهال ايډيشنل ډپټي کمشنر نور ولي خان د پوليو کمپاين ټولو اړوند اهلکارو او د ټولنې ذمه وارو خلقو ته ضروري هدايات جاري کړل چې د پوليو ټيمونو د لائن ډيپارټمنټ له لارې د روزنيزو سيشنونو او د کمپاين د تياريو په اړه دې خاصه توجه وکړي تر څو د پوليو ضد کمپاين په مهال ترسره شي چې په سیمه کې د هغه ماشومانو له هم پولیو قطرې ورکړل شی چې مورپلار ی انکاري دي او هم دغه شان د پولیو په ضد پروپیګنډه ناکامه کړې شي او ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد ویکسین ورکړې شي.

Leave a reply