د امریکا مشیګان آیالت کې یو زده کوونکي پنځه کسه پۀ ډزو وژلي دي

د امریکا مشیګان آیالت کې یو زده کوونکي پنځه کسه پۀ ډزو وژلي دي
تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ۱۵ کلن شکمن زده کوونکی وسله څنګه ښوونځي ته وړې ده.
چارواکو تر اوسه د مشکوک بریدګر نوم او د ډزو د قربانیانو نومونه نه دي په ډاګه کړي.
(2021 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میشیګان ایالت د اکلنډ ښاروال مایک مک کیب ویلي، چې د یوه ۱۵ کلن زده کوونکي له خوا پۀ ښوونځي کې پنځه کسه په ډزو وژل شوي او د یوه ښوونکي په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.
مک کیب یوې خبري غونډې ته وویل چې تر اوسه د دې وژنې انګیزه یا دلیل نه دی معلوم.
د مشیګان پولیسو د لیسې یو سوفومور نیولی، چې نیمه اتوماتیک وسله یې درلوده او دا مهال په توقیف کې دی.
ښاغلي مک کیب وویل چې شکمن کس د نیولو پر مهال مقاومت وکړ خو چاته زیان یې نه دی رسولی.
اړوند موضوعات:
امریکا د یو وسلوال برید پایله کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ۱۵ کلن شکمن زده کوونکی وسله څنګه ښوونځي ته وړې ده.
چارواکو تر اوسه د مشکوک بریدګر نوم او د ډزو د قربانیانو نومونه نه دي په ډاګه کړي.
مک کیب وویل چې د وژونکي برید د لامل او انګیزې په اړه څیړنې روانې دي او پلټونکي به د ټولنیزو رسنیو پوسټونو له لارې کار وکړي ترڅو د برید احتمالي انګیزه ومومي.






