د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې «طالبان دې د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي »

0
162

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې «طالبان دې د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي »

پرایس همدا راز وایي چې د دوی محدودیتونه او بندیزونه هېڅ وخت ددې لامل نه کېږي چې افغانان له بشري حقونو محروم شي او یا دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ونه رسېږي.

 

(2021 / 12 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي طالبان دې د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه اندېښمنوونکي بولي او وایي طا لبانو ته په کار ده چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د خوندي کولو لپاره یې هڅه وکړي.

پرایس همدا راز وایي چې د دوی محدودیتونه او بندیزونه هېڅ وخت ددې لامل نه کېږي چې افغانان له بشري حقونو محروم شي او یا دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ونه رسېږي.

هغه ټینګار کړی چې نړیوال کولی شي له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او په دغه هېواد کې رامنځ ته شوی بشري ناورین کنټرول کړي.

اړوند موضوعات: 

عمران خان یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی چې چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو پیل شوی دی او افغان لوری وایي چې خبرې او مذاکرات تر دې دمه ګټوردي.

د یادونې ده چې پۀ دې وروستیو کې د نړۍ ځواکمن هېوادونه پر امریکا نیوکې کوي چې پۀ غیر قانوني توګه یې د افغانانو شتمنۍ کنګل کړې دي.

Leave a reply