هارورډ پوهنتون ته پرانیستی لیک: د افغانستان بانک پخوانی رئیس دې د هارورډ پوهنتون لۀ علمي کادر څخه و ایستل شي

هاورډ پوهنتون ته پرانیستی لیک: د افغانستان بانک پخوانی رئیس دې د هارورډ پوهنتون لۀ علمي کادر څخه و ایستل شي
په لیک کې لیکل شوي، چې احمدي د افغانستان مهم اقتصادي بنسټونه ویجاړ کړل، په فساد کې ښکېل و، د خلکو خصوصي حریم ته یې درناوی نه درلود، د افغانستان د خلکو باور یې زیانمن کړ او په افغانستان کې یې د اقتصادي ودې لپاره د نړیوالې ټولنې پروژې ناکامې کړې دي.
(2021 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اجمل احمدي پخوانیو همکارانو په یوه لیک کې له هاروارډ پوهنتون غوښتي چې نوموړی ددغه پوهنتون له علمي کادر لرې کړي.
په مرکزي بانک او صنایعو وزارت کې د اجمل احمدي پخوانیو همکارانو هاروارډ پوهنتون ته یو پرانیستی لیک لیکلی دی او ټینګار کوي، چې هغه یو نالایقه، بدنامه، فاسد او بې کفایته انسان دی، نو له همدې امله د هاروارډ پوهنتون رهبرۍ ته په کار ده چې هغه د علمي کادر په توګه و نه مني.
په لیک کې لیکل شوي، چې احمدي د افغانستان مهم اقتصادي بنسټونه ویجاړ کړل، په فساد کې ښکېل و، د خلکو خصوصي حریم ته یې درناوی نه درلود، د افغانستان د خلکو باور یې زیانمن کړ او په افغانستان کې یې د اقتصادي ودې لپاره د نړیوالې ټولنې پروژې ناکامې کړې دي.
اړوند موضوعات:
خانواده یما سیاوش: جای اجمل احمدی زندان است، نه هاروارد
تر دې وړاندې د یما سیاوش کورنۍ هم سلګونه لاسلیکونه راټول کړي او له هاروارډ پوهنتون یې غوښتي چې هغه د علمي کادر په توګه و نه مني.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې اجمل احمدي تېر نظام د سقوط لامل پخوانی ولسمشر اشرف غني ګڼلی ؤ او هغه يې پۀ فساد کې ښکېل ګاڼۀ.






