د روسیې ولسمشر لۀ امریکا غوښتي چې د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده کړي

د روسیې ولسمشر لۀ امریکا غوښتي چې د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده کړي
د دۀ پۀ خبره غرب او امریکا ته په کار ده چې په دې حساس وضعیت کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي څو له دې پیسو د بشري وضعیت په ښه کولو کې ګټه واخیستل شي.
(2021 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې ولسمشر ویلي امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په روسیه کې په یوه اقتصادي فورم کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان په سخت وضعیت کې دی او بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دۀ پۀ خبره غرب او امریکا ته په کار ده چې په دې حساس وضعیت کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي څو له دې پیسو د بشري وضعیت په ښه کولو کې ګټه واخیستل شي.
اړوند موضوعات:
ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان شتمني دې آزاده کړي
پوتین وايي افغانستان، د خوړو، درملو او نورو توکو پېرلو ته اړتیا لري او باید د افغانانو پر برخلیک نورې لوبې و نه شي.
پوتین زیاته کړې، د غرب هغه انګیرنه ناسمه ده، چې ګواکي طالبان به په دې پیسو وسلې رانیسي، هغه زیاتوي دمګړی په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسله پرته ده او دغه هېواد لا ډېرې وسلې ته اړتیا نه لري.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر هېوادونو لۀ امریکا غوښتي ؤ چې د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده کړي او پرېږدي چې افغانان خپل عادي وضعت ته راوګرځي.






