په پیښور کې ځای انتظامیه د عوامي ستونزو هوارولو په لړ کې یوه غونډه تابیا کړې وه

باغی ټي وي رپورټ
د صوبائي حکومت د احکاماتو په رڼا کښي د پيښور ضلعي انتظاميي تر سيوري لاندي د شاه عالم تحصيل په فقير کلے سيمه کښي یوه غونډه تابیا شوې وه چې په دې غونډه کې انتظامی افسرانو د عام اولس ستونز او مشکلات واوریدل.
په دې عوامي غونډه کې د سیمې خلکو برخه واخسته او خپلې ستونزې یې چارواکو ته وړاندې کړې.
په دي موقع ايډيشنل ډپټي کمشنر (ريليف) محمد عمران خان، اسسټنټ کمشنر عمر اويس کياني، د ماتحت محکمو افسرانو، ريونيو عمله او د سيمي مشرانو په ګنړ شمير کښي ګډون اوکړو۔
مرستیال کمشنر د ټولو ماتحت څانګو افسرانو ته هدایت وکړ چې په دې شکایتونو دې قانونی کاروای وکړی او د اولس ستونزې دې زر تر زر هوارې کړي.
اډيشنل ډپټي کمشنر (ريليف) محمد عمران په دې موقع اوویل د صوبائي حکومت د احکاماتو په رڼا کښې د انتظاميې او خلقو ترمينځ فاصله کمه شوې ده د کومي لپاره چې د پيښور په تحصيلونو کښې په هره هفته په بیلا بیلو سمیو او تحصیلونو کې داسې غونډې تابیا کیږي چې د عام اولس ستونزې ځای په ځای هوارې شي.






