په تیرو دریو کلونو کې هندي فوځ ۶۵۱ کشمیریان شهیدان کړي دي: باغي ټي وي رپورټ

باغي ټي وي رپورټ
په بې ګناه او بې وسلې کشمیري مسلمانانو باندې د هندي پوځیانو ظلمونه دوام لري، په تیرو دریو کلونو کې ۶۵۱ کشمیریان شهیدان شوي دي.د راپورونو له مخې مقبوضه کشمير کې د هندي پوځ ظلمونه دوام لري، عسکرو له ۲۰۱۹ کال څخه تر اوسه پورې په دریو کلونو کې د ۱۳ ښځو په ګډون ۶۵۱ کشمیریان شهیدان کړي دي.
د كشمير ميډيا سروس د تحقيقاتي څانګې لخوا په جاري شوي يو رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په دغو كسانو كښې 99 هندي پوځيانو او پوليسو د توقيف په مهال په جعلي مقابله كښې شهيدان كړل۔ په دغه موده کې هندي پوځيانو، پوليسو او بدنامې استخباراتي ادارې NI په مقبوضه سيمو کې د محاصرې او تلاشۍ په عملياتو کې لږ تر لږه 12694 حريتي مشران، فعالان، کشميري ځوانان، محصلين، خبريالان، د مدني ټولنې غړي او ښځې نيولي دي.
د آل پارټيز حريت کانفرنس مشر او د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمير کښې د ډيموکريټک پوليټيکل غورځنګ مشر خواجه فردوس وئيلي دي چې د کشمير خلک د هند د ظلم او تشدد او د بدترين رياستي ترهه ګرۍ باوجود د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوي. تسلیم شه او خپله مبارزه به منطقي انجام ته ورسوي.
د كشمير ميډيا سروس له مخې خواجه فردوس د سرينګر نه په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي دي چې په مقبوضه سيمو كښې د موجوده تورونو قوانينو له مخې هندي پوځيانو ته د بې وسلې كشميريانو د قتل عام لپاره په ازاده توګه رعایت وركړې شوے دے۔ ده ووئيل د هند پوځ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په سرغړونو کې ککړ دي.






