باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر د پولیس دفتر نه رسنیو ته یو خبر خپور شوې دې چې په یو کاروایی کې ی د آیس نشې قاچاق بر نیولې دې.
د پولیس مطابق په یو موټر کې د نشه ی توکو سمګلرانو غوښتنل چې آیس سمګل کړي خو جمرود پوليسو دا هڅه ناکامه کړي او يو کلو او اته سوه 800 ګرامه آئس يې د موټر د پټو ځایونو نه برآمد کړل. پولیس وایی چې دوه ملزمان ئي نيولي دي۔
پولیس وایی چې دا کاروایی د کارخانو پولیس انچارج کړې کله چې دوی یو موټر ته اشاره وکړه او چې د موټر او کسانو تالاشی ی واخسته نو په موټر کې ی آیس نشه ی توکي ځای په ځای کړي وو.
پولیس وایی چې دواړه د نشه ی توکو سمګلران مو نیولی او دوی نه پلټنې پیل شوي دي. د یادونې ده چې ځایی سرچینې وایی چې په پاک افغان پوله د افغانستان نه آیس او نور نشه ی توکي سمګل کیږی او بیا په هیواد کې بیله بیلوسیمو ته رسولې شي.
د خیبر پولیسو د آیس سمګلران نیولې دې










Leave a Reply