زمونږ ملازمتونه دې مستقل کړې شي: غوښتنه

باغي ټي وي رپورټ
جمرود پريس کلب کښې يوي خبري غونډي ته دوينا په مهال د خيبر پروجيکټ ملازمينو بلال خان آفريدي، جاويد، کامران، حسين او راج ولي اوويل چي د خيبرپښتونخوا وزيراعلي په اسمبلي فلور باندي اعلان کړي وو چي د فاټا پراجيکټس پخواني ملازمين مستقل کړي شوي دي۔ دا قانون وروسته له هغې یوې ځانګړې کمیټې ته حواله شو چې په دې پریکړه وکړي.
د قبایلي سیمو ۳۴۴۹ ملازمینو د نوکرۍ مسله کمیټې ته په حواله کولو اندیښته څرګنده کړې او ددې فیصلی ی په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.
دوی د حکومت نه خپلو غوښتنو ته په اشارې سره وويل چې د فاټا پراجيکټ ملازمينو لپاره د حکومت لخوا وړانديز شوي بل دې د ايګزيکيټيو آرډر له لارې منظور کړې شي او ددوی نوکرۍ دې پخې کړې شي.






