په جمرود کې استاذانو په ملک کې د روانې ګرانې په ضد احتجاج کړې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې د آل گورنمنٹ ایمپلائز گرینډ الائنس خیبر لخوا د خپلو غوښتنو په حق کښي احتجاجي مظاهره وشوه، په دې مظاهره کې د ضلع خیبر بیله بیلو سیمو استاذانو او نورو سرکاری ملازمینو ګډون وکړو.
د تفصيلاتو ترمخه د خينر ضلعې تحصيل جمرود پريس کلب مخي ته د آل گورنمنټ ايمپلائز ګرينډ الائنس خيبر لخوا يوه احتجاجي مظاهره شوي وه چي پکښي د ټولو محکمو ملازمينو ګډون اوکړو۔
مظاهره کوونکو په لاسونو کې کارډونه نیولي وو چې په ملک کې ی د ګرانۍ او خپلو غوښتنو په اړه بیانونه لیکلي وو .سرکاري ملازمینو د حکومت پر ضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې حکومت دې د فبرورۍ په یوولسمه نېټه له دوی سره شوې هوکړې عملي کړي، که نه نو دوی به یو ځل بیا د اسلام اباد پر لور د لاریون اعلان وکړي.
د آل ټرایبل ټیچرایسوسي ایشن ضلع خیبر صدر نصير شاه افريدي، د اين سي ايچ ډي خيبر پښتونخوا صدر نور ولي آفريدي، د اګیګا صوبائي اطلاعاتو سيکرټري اصف اپريدي، د زراعت مشر شرافت شاه او نورو وويل چې حکومت مونږ سره په دې خبره اتفاق کړی وو چې د سرکاري ملازمینو په ميرټ اپګريډيشن، د ملازمت او تنخوا فرق ختمول ، او ګراني ختمول شامل وو خو تراوسه پورې دا غوښتنې نه دي عملي شوي.
دوی ګواښ وکړو که دا غوښتنې و نه منل شی نوی دوی به بیا په اسلام آباد کې احتجاجی مظاهر وکړي.






