پاکستان په چټاکانګ کې بنګله دیش ته په ټسټ میچ کې ماتې ورکړه
باغي ټي وي رپورټ
پاکستان بنګله دېش ته په په چټاکانګ ټیسټ میچ کې په اتو وېکټو ماتې ورکړې ده او د چټاګانګ ټیسټ لوبه ی وګټله.
نن د لوبې په وروستۍ ورځ چې کله پاکستان خپله پاڼۍ پیل کړه نو لومړۍ وېکټه یې په ۱۵۱ منډو وسوځېده او عبدالله شفق په ۷۳ وسوځېد ه او د مهدی حسن په بال ایل بي ډبلیو آوټ شو. د پاکستان دويمه ويکټه په ۱۷۱ منډو او عابد علي په ۹۱ منډو وسوځېدله.
د یادونې ده چې د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل نه هم د پاکستان په قومي کرکټ لوبډله کې یو چمتو او ځوان لوبغاړې شهنشاه آفریدي هم شرکت کوي ، پرون ه د بنګله دیش ۵ لوبغاړي سوځولي وو او د یو ښې لوبې مظاهره ی کړې وه، د شهنشاه آفریدي په ستاینه کړي د پاکستان کرکټ بورډ له اړخه په ټویټر پانړه یو ټویټ هم شوې وو.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د پاکستان او بنګله دیش ترمینځ د دو ټیسټ میچونو سیریز کې پاکستان په یو میچ ګټلو سره په ګټه کې دې او بل میچ به د دسمبر په ۴ نیټه ترسره شي.