په کوهاټ کې اې این ایف د یو ټرک نه ۴۵۷ کلوګرام چرس برآمد کړي

0
54

باغي ټي وي رپورټ
د خیبرپښتونخوا د کوهاټ په سیمه کې په یو کاروایی کې د یو ټرک نه په سوونه کلوګرام منشیات برآمد کړي دي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کوهاټ لاچي ټل پلازه ته نژدې د تلاشۍ په ترڅ کې له یوه هینو ټرک څخه ۴۵۷ کیلو ګرامه چرس ترلاسه کړي دي.

د مشرق نیوز یو رپورټ مطابق د منشیات سمګلنګ په تور کې ددې ادارې اهلکار نیولې دې. د رپورټ مطابق منشیات د ټرک په پټو خانو کې پټ شوي وو.
د لومړنيو راپورونو له مخې، دغه نشه يي توکي له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق کړي وو او قاچاق وړونکو غوښتل چې د پاکستان بیله بیلو ښارونه ته ورسوي
د رپورټ مطابق ددې تن په ضد د اې این ایف قانون لاندې مقدمه درج شوې ده او نیول شوي تن نه پلټنې پیل شوي دي.

Leave a reply